ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په وینزویلا کې د دوو پرلپسې زلزلو له امله د مړو شمېر له ۱۴۰۰ تنو لوړ شو

د وینزویلا چارواکو ویلي چې په دې هېواد کې د وروستیو زلزلو د مړوشمېر ۱۴۳۰ تنو ته پورته شوی او له ۵۱ زرو څخه زیات کسان لا هم نادرکه دي.

بلخوا د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې د يادو زلزلو له امله ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي او سلګونه استوګنیزې ودانۍ ویجاړې شوي دي.

د راپورونو له مخې د پیښې په پایله کې لږترلږه ۲۵۰ استوګنیزې ودانۍ زیانمنې شوي یا په بشپړه توګه ویجاړې شوې دي.

 د یادونې وړ ده، د تېرې اونۍ د چهارشنبې پر ورځ د رېښتر په کچه ۷.۲ او ۷.۵ درجې پرلپسې زلزلو د اندونیزیا د «لاګوایرا» ښار ساحلي سیمې ولړزولې چې په دغه سیمه کې یې پراخ زیان رامنځته کړ.