ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ایران په کويټ او بحرین کې پر امريکايي اډو د برید خبر ورکړی

د ایران سپاه پاسداران ویلي چې نن یکشنبه سهار مهال یې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو پر مټ په کویټ کې د علي السالم اډه او د بحرین په سلمان بندر کې د امریکا د سمندري ځواکونو پینځمه د بېړۍ‌ډله په نښه کړي.

سپاه پاسدارن زیاته کړې چې دغه بریدونه یې د ایران پر پینځو ساحلي پوستو د امریکا د برید په غبرګون کې کړي.

سپاه پاسدارن د تفاهم یادښت ته په اشاره ویلي چې په هرمز تنګي کې د تګ او راتګ د اداره کولو مسولیت د ایران پر غاړه دی او له دې وروسته به له سرغړوونکو کښتیو سره «تر پخوا سخت چلند» وشي.

سپاه پاسداران دغه راز خبرداری ورکړی چې د اوربند نقض او یا تېری کوونکی اقدام، حتی که محدود هم وي، له سخت ځواب سره به مخ شي.

بلخوا د امریکایي ځواکونو مرکزي قومنداني (سنټکام) وایي، چې د امریکا جنګي الوتکو تېره شپه د هرمز تنګي په بېلابېلو برخو کې د ایران پر ۱۰ نظامي موخو هوایي بریدونه کړي.

د سنټکام په وینا، دغه بریدونه یې په هرمز تنګي کې د تېلو پر لېږدونکې بېړۍ د ایران بې‌پیلوټه الوتکې برید په غبرګون کړي دي.