د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، تیره شپه یوځل بیا پاکستاني متجاوز پوځ د پکتیکا په ګیان، د پکتیا څمکنیو او د کونړ په منورې ولسوالیو کې په ملکي خلکو بمبارونه کړي دي.
د ښاغلی مجاهد په وینا، د پاکستان پوځي رژیم په هوايي بریدونو کې لسګونه تنه ملکي وګړي، ښځې او ماشومان شهیدان او ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت د پاکستان پوځي رژیم یاد بزدلانه عمل او تیری غندي، یو جنایت او وحشت یې بولي.
له یادو بریدونو وروسته د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان متجاوز رژیم لهخوا په افغانستان کې پر ملکي وګړو د تېرې شپې هوایي بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.
ښاغلي خلیلزاد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، سره له دې چې د هېوادونو او د پاکستان دننه د ګڼو کسانو له لوري د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافونو د هواري لپاره د خبرو اترو غوښتنه کېدله، خو پاکستان یو ځل بیا پر افغانستان برید وکړ، چې په پایله کې یې ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شول.

