ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسرایيلي پوځ تېرکال په لويديځه غاړه کې ۵۴ فلسطيني ماشومان شهيدان کړي

د اسراییلي رژیم د بشري حقونو یوه سازمان ویلي، چې اسراییلي پوځ د ۲۰۲۵ زېږدیز کال په ترڅ کې په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې ۵۴ فلسطیني ماشومان شهیدان کړي، چې د دغه سازمان په وینا، دا له ۱۹۶۷ کال راهیسې د لویدیځې غاړې د اشغال وروسته تر ټولو لوړه شمېره ده.

دغه سازمان، چې په لویدیځه غاړه کې د بشري حقونو د سرغړونو مستندول پر غاړه لري، ویلي چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له اوومې څخه د ۲۰۲۶ کال د جون تر ۲۸مې نېټې پورې د اسراییلي رژیم په عملیاتو کې په لویدیځه غاړه کې ټولټال یو زر او ۸۶ فلسطینیان شهیدان شوي، چې له دې ډلې ۲۴۱ ماشومان دي.