د الجزیرې خبري شبکې د غزې د جګړې له زرمې ورځې سره هممهاله راپور ورکړی، چې د غزې تړانګې له ۹۰ سلنې ډېره برخه ویجاړه شوې او صهیونیستي رژیم د دې سیمې پر ۸۰ سلنه خاوره ولکه ټینګه کړې ده.
راپور زیاتوي، چې اسراییلي رژیم د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې نېټې راهیسې لږ تر لږه ۷۳ زره او ۶۶ فلسطینیان په غزه کې شهیدان کړي دي.
د راپورونو له مخې، د غزې تړانګې له ۸۰ سلنې ډېرو اوسېدونکو خپل کورونه له لاسه ورکړي او دغې جګړې تر ۷۵ زرو ډېر یتیمان پرېښي دي.
بلخوا، د اسراییلي رژیم د یوې بېپیلوټه الوتکې په برید کې، هغه ماشومان په نښه شوي چې د غزې تړانګې په مرکزي سیمه کې د اوبو د ترلاسه کولو لپاره ورغلي وو. په دغه برید کې یو فلسطینی ماشوم شهید او بل ټپي شوی دی.
د راپورونو له مخې، ګڼ فلسطیني بېځایه شوي، د خپلو کورونو د ویجاړېدو او د اوبو رسولو د شبکو د نشتوالي له امله، د څښاک اوبو د ترلاسه کولو لپاره عامه ځایونو ته تللي دي.

