د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي، امریکا تورنه کړې چې د لوېدیځې اسیا د ریښتینې سولې او امنیت پر وړاندې بشپړه بېپروايي ښيي.
نوموړي په بحرین کې د امریکا له لوري د «سیمهییز امنیتي خبرو» په نوم د جوړې شوې غونډې په غبرګون کې ویلي، د امریکا حاکم نظام څو ځله ثابته کړې چې د لوېدیځې اسیا د هېوادونو سولې او امنیت ته هېڅ ارزښت نه ورکوي.
بقایي زیاته کړې، چې دا ډول غونډې یوازې نمایشي بڼه لري او موخه یې په سیمه کې د امریکا د بېثباته کوونکو سیاستونو او ناقانونه کړنو پټول دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ایران او اسراییلي رژیم ترمنځ وروستۍ جګړې ته په اشارې د سیمې له هېوادونو غوښتي، چې د دغې جګړې له پایلو درس واخلي او د امریکا او صهیونیستي رژیم د سیاستونو پر وړاندې هوښیار او محتاط واوسي.

