نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د امریکا د ختیځو او مرکزي ایالتونو په پراخو سیمو کې د سختې ګرمۍ څپې د دغه هېواد د خپلواکۍ ورځې د نمانځنې مراسم له خنډ سره مخ کړي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د تودوخې د بېساري لوړېدو له امله ګڼ عامه پروګرامونه، غونډې او په ازاده فضا کې د نمانځنې مراسم لغوه شوي یا بل وخت ته ځنډول شوي دي.
ورته مهال، سیمهییزو چارواکو له خلکو غوښتي، چې له غیرې ضروري بهر تګ څخه ډډه وکړي او د ګرمۍ د اغېزو د مخنیوي لپاره روغتیايي سپارښتنې مراعات کړي.
د راپور له مخې، د امریکا په بېلابېلو سیمو کې میلیونونه کسان د سختې ګرمۍ تر خبرداري لاندې دي.
له دې سره هممهاله، له یو شمېر ایالتونو څخه د برېښنا د پرې کېدو راپورونه هم خپاره شوي، چې د برېښنا پر شبکو د زیات فشار او د انرژۍ د لوړې مصرف په اړه اندېښنې یې زیاتې کړې دي.
بل لور ته، د سختې ګرمۍ څپې اغېزې یوازې امریکا پورې محدودې نه دي، بلکې یو شمېر اروپايي هېوادونه هم ورسره مخ دي.
روغتیايي چارواکو په فرانسه، بلجیم او هالنډ کې اعلان کړی، چې د تودوخې د سخت زیاتوالي له امله لږ تر لږه ۳ زره او۷۰۰ د مړینې پېښې ثبت شوې دي.
کارپوهانو خبرداری ورکړی، چې د سختې ګرمۍ څپو دوام به د خلکو روغتیا ته له ګواښ سربېره، د انرژۍ پر زېربناوو، ترانسپورټي شبکو او اقتصادي فعالیتونو هم منفي اغېز وکړي.

