د افغان ستورمزلي او پیلوټ عبدالاحد مومند جسد د نوموړي د کورنۍ په غوښتنه، سبا (دوشنبه، د چنګاښ ۱۵مه) د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو، دفاع، ترانسپورټ او هوايي چلند وزارتونو په همغږۍ د جرمني له مونیخ ښار څخه کابل ته ولېږدول شي.
ټاکل شوې ده، چې سبا به په کابل کې د نوموړي د جنازې او خاورو ته د سپارلو مراسم د افغانستان اسلامي امارت د یو شمېر چارواکو، د هغه د کورنۍ غړو، خپلوانو او ګڼ شمېر هېوادوالو په ګډون ترسره شي.
د یادونې وړ ده، چې افغان ستورمزلی او پیلوټ عبدالاحد مومند، د جرمني په اشتوتګارت ښار کې وفات شوی و.

