ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په تهران کې د علي خامنه‌يي د جنازې مراسم؛ زرګونه ویرجن کسان یې په مصلی کې راټول شوي

د ایران د پخواني مذهبي مشر، علي خامنه‌يي، د جنازې د مراسمو په لومړۍ ورځ زرګونه ویرجنو کسانو د تهران په لوی مصلی کې راټول شوي او د «مرګ پر امریکا» او «مرګ پر اسراییلو» شعارونو په ورکولو سره یې په دغو مراسمو کې ګډون کړی.

د ایران د پخواني مشر علي خامنه‌يي د جنازې مراسم د تهران په مصلی کې د ګڼ‌شمېر ویرجنو کسانو په ګډون پیل شوي.

 د باور له مخې، دا مراسم د مذهبي اړخ ترڅنګ د واکمن نظام د یووالي او د واک د لېږد د بهیر ننداره هم ګڼل کېږي، ځکه دا هر څه د ایران د تاریخ په یوه حساس پړاو کې ترسره کېږي.

د ایران اسلامي جمهوریت اعلان کړی، چې د پخواني مذهبي مشر د جنازې او خاورو ته د سپارلو مراسم د شنبې ورځې له سهاره پیل شوي او شپږ ورځې به دوام وکړي.

ایراني چارواکي وایي، چې په تهران کې د ګډونوالو شمېر له ۱۵ تر ۲۰ میلیونو کسانو پورې رسېږي او زیاتوي چې شاوخوا ۱۴ زره خبریالان، چې ۹۰۰ یې بهرني دي، دغه مراسم تر پوښښ لاندې راولي.

په همدې حال کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، چې ایران د نږدې دولتونو د مشرانو او نورو لوړپوړو چارواکو په ګډون د ۱۰۰ هېوادونو د استازو د شتون  تمه لري.

له بلې خوا، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ماښام د امریکا د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کلیزې د مراسمو پر مهال په خپله وینا کې ادعا کړې، چې ایران له امریکا سره د یوې هوکړې غوښتونکی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې واشنګټن تهران ته د پخواني ایراني مذهبي مشر د جنازې د مراسمو د ترسره کېدو لپاره یوه اوونۍ وخت ورکړی دی.

ډونلډ ټرمپ ویلي:« ایران په بېړه د یوې هوکړې غوښتونکی دی. د جنازې د مراسمو لپاره مو هغوی ته یوه اوونۍ مهلت ورکړی. دا حقیقت دی«.

ایت‌الله علي خامنه‌يي، چې د ۳۷ کلونو مشري یې له لوېدیځ سره په سخت دریځ او مخالفت مشهوره وه، د ۱۴۰۴ کال د حوت میاشتې په نهمه نېټه په خپل استوګنځي کې د امریکا او اسراییلو د ګډو بریدونو له امله په نښه او د خپلې کورنۍ له ځینو غړو سره یوځای، د ۸۶ کلونو په عمر ووژل شو.

ټاکل شوې ده، چې د همدې میاشتې په اتلسمه نېټه به د خپل زیږدنې سیمه، مشهد، د امام رضا زیارت ترڅنګ خاورو ته وسپارل شي.