ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امیرخان متقي: روغتیایي، سوداګري او بشري چارې باید له سیاست څخه جلا وساتل شي

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د سيمه ييز دفتر مشرې، ډاکټر حنان بلخي او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې د ګېټس بنسټ رییس، د سعودي د سلمان د بشري بنسټ مسول، د يونسف سيمه ييز دفتر رييس او د متحده عربي اماراتو او قطر سفیرانو هم ګډون درلود.

ډاکټر حنان بلخي د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان له روغتیايي سکتور سره د دوامدارو همکاریو ډاډ ورکړ، ګوزڼ یې یوه نړیواله اندېښنه وبلله او د دغې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره یې د ګوزڼ ضد کمپاینونو په بریالي تطبیق کې د اسلامي امارت د ملاتړ غوښتنه وکړه.

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د روغتیايي همکاریو هرکلی وکړ او د پولیو ضد کمپاینونو څخه یې خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ.

 نوموړي د هېواد د عامې روغتیا د نظام د پیاوړتیا، د سرطان ناروغانو لپاره د تشخیص او درملنې د پرمختللو مرکزونو د جوړېدو، د روغتیايي مرکزونو د تجهیز او د طبي پرسونل د ظرفیت لوړولو پر اړتیا ټینګار وکړ. 

د بهرنیو چارو وزیر په پای کې ټینګار وکړ؛ چې روغتیایي، سوداګري او بشري چارې باید له سیاسي ملاحظاتو جلا وساتل شي، ترڅو نړیوالې مرستې او روغتیايي خدمتونه په عادلانه او اغېزمن ډول اړمنو خلکو ته ورسېږي.