ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغان ستور مزلي عبدالاحد مومند جنازه د المان له مونېخ ښار څخه کابل ته را ورسیده

د افغان ستور مزلي عبدالاحد مومند جنازه څو شیبې وړاندې د المان مونیخ ښار څخه کابل هوایي ډګر ته را ورسېده.

د جنازې مراسمو ته یې د اسلامي امارت مسولین، د مومند د کورنۍ غړي او خپلوان او ګڼ شمېر اوسېدونکي د کابل هوايي ډګر ته ورغلي.

د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتوعمومي رییس ډاکټر عبدالباري عمر وايي، مرحوم عبدالاحد مومند نه یوازې یو علمي شخصیت و بلکې، په هېواد او دین میین شخصیت و چې مړینه یې د هېواد لپاره ستره ضایعه ده.

نوموړي زیاته کړې، عبدالاحد مومند لومړی مسلمان ستور مزلی و چې قرانکریم یې له ځان سره فضا ته یوړ او تلاوت یې کړ.

دغه‌راز د مرحوم عبدالاحد مومند مشر ورور پیر محمد مومند د کابل په هوایي ډګر کې د جنازې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې له ټولو مننه وکړه، چې د دوی له کورنۍ سره یې په دې ستر غم کې ځان شریک کړ.

بل‌خوا د پوهنتون استاد محمد اسماعیل یون وايي، عبدالاحد مومند لومړی مسلمان ستور مزلی و چې قرانکریم یې له ځان سره فضا ته یوړ او تلاوت یې کړ.

همدارنګه د کورنیو چارو وزیر سلاکار مولوي عبدالرحیم ثاقب کابل هوایي ډګر کې د افغان ستورمزلی عبدالاحد مومند جنازې مراسمو کې وویل، مرحوم مومند هغه شخصیت و، چې خپل ټول ژوند یې د افغانانو خدمت لپاره تېر کړی و.

ټاکل شوې چې د مرحوم مومند د تدفین مراسم نن په کابل کې ترسره شي.