ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ترکیه له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي

کابل کې د ترکیې سفیر سادین ای‌یلدیز د کندهار له والي ملا محمد شیرین اخند سره لیدنه کړې.

د کندهار ولایت مقام رسنیز دفتر وايي، چې په دې لیدنه کې د یاد ولایت والي د افغانستان او ترکیې د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی.

همدارنګه نوموړي له ترکیې غوښتي، چې کندهار او نورو لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو پراختیا، د بزګرو او راستنېدونکو افغان کډوالو د ملاتړ، افغان سوداګرو ته د ویزې ورکړې او نورو بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ پراخې کړي.

ورته مهال د ترکیې سفیر د اسلامي امارت پرمختګونه ستایلي او زیاته کړې یې ده، چې هېواد یې له افغانانو سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي.