ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غـــــــــزه؛ د صهیونیستي رژیم په برید کې دوه فلسطیني وګړي شهیدان شوي

د غزې روغتیايي چارواکو ویلي، چې په غزه کې د اسراییلي رژیم د هوايي برید له امله لږ تر لږه دوه فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، دغه برید د غزې ښار په مرکزي برخه کې د خلکو یوه ډله په نښه کړې ده.

په دې برید کې د دوو شهیدانو ترڅنګ، څو نور کسان هم ټپیان شوي دي.

بل‌خوا، یو څلور میاشتنی ناروغ ماشوم وروسته له هغې ژوند له لاسه ورکړی، چې د اسراییلي رژیم عسکرو روغتون ته د هغه د ژر لېږد مخه ونیوله.

الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی، چې دغه پېښه د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په رام‌الله کې د اسراییلي رژیم د تلاشۍ په یوه پوسته کې رامنځته شوې ده.

د راپور له مخې، د صهیونیستي رژیم عسکرو پر خلکو اوښکې بهوونکی ګاز هم کارولی دی.