د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مولوی حیاتالله مهاجر فراهي په مشرۍ یاد معينيت کې د رسنيو شکايتونو او سرغړونو د څېړنو کمېسيون نوبتي غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې په یاده غونډه کې د تجلا او چنار راډیوګانو ستونزې او د ځینو خبریالانو حقونو ته د رسېدو په څرنګوالي باندې بحث وشو او د کمېسیون د غړو له لوري يې په اړه لازمې پرېکړې وشوې.
همدارنګه د یاد وزارت په وینا، د یادو ستونزو د حل په موخه کمېټې وټاکل شوې، تر څو ستونزې په هر اړخيزه توګه وڅېړل شي او راتلونکي غونډې ته يې راپور وړاندې شي.

