د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د روغتیا نړیوال سازمان د سیمهییز دفتر له مشرې ډاکټر حنان بلخي او مل پلاوي سره لیدنه لیدنه کړې.
د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په لیدنه کې د افغانستان د روغتیايي سکټور د پیاوړتیا، د روغتیايي همکاریو، همغږۍ او د ګوزڼ ضد واکسین پروګرامونو په اړه خبرې شوې دي.
په دې لیدنه کې د سعودي پاچا سلمان د بشري مرستو بنسټ استازي، د یونیسف د سیمهییز دفتر رییس، او د متحده عربي اماراتو او قطر سفیرانو هم ګډون درلود.
خلیفه سراجالدین حقاني ویلي، چې په افغانستان کې د امنیت په تامین سره د روغتیایي خدمتونو لپاره غوره فرصت رامنځته شوی او دوی ته یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی.
د کورنیو چارو وزیر زیاته کړی، افغانان په روغتیایي برخه کې له زیاتو ستونزو سره مخ دي او دا خدمتونه د بشري خدماتو لويه برخه تشکيلوي، چې باید سیاسي نه شي.

