د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د روان کال په ترڅ کې به د دې ولایت د جلغوزیو له طبیعي ځنګلونو څخه د اټکل له مخې ۱۴۰ مټریک ټنه خالص جلغوزي ترلاسه شي، چې دا د تېر کال په پرتله د حاصلاتو د پام وړ زیاتوالی ښيي.
د یاد ریاست د قدرتي زېرمو امر قاري کاهون عبدالرحمن اتل ویلي، چې د ننګرهار په حصارک، شیرزاد، خوږیاڼي، پچیراګام، هسکه مېنه او سپین غر ولسوالیو کې د شاوخوا ۱۱ زره او ۹۱۰ هکټاره په مساحت د جلغوزیو طبیعي ځنګلونه شتون لري.
نوموړي زیاته کړې، چې د ترسره شویو ارزونو له مخې، تمه ده چې سږ کال به له دغو ځنګلونو څخه ۱۴۰ مټریک ټنه خالص جلغوزي راټول شي، په داسې حال کې چې تېر کال دغه اندازه ۹۰.۳ مټریک ټنه وه.
د ښاغلي اتل په وینا، د حاصلاتو د زیاتوالي مهم لاملونه د ځنګل لرونکو سیمو اوسېدونکو ته د جلغوزیو د حاصل راټولولو په برخه کې د مسلکي روزنو او عامه پوهاوي پروګرامونو پلي کېدل، د جلغوزیو د غوټو د راشکولو د معیاري او مسلکي طریقو دودول او د طبیعي ځنګلونو اغېزمنه ساتنه ده، چې د تولید په لوړوالي کې یې مهم رول لوبولی دی.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ټینګار کړی، چې د قدرتي ځنګلونو ساتنه او دوامداره مدیریت یې له اساسي لومړیتوبونو څخه دي. دغه ریاست هڅه کوي د ځنګلونو د خوندي ساتنې ترڅنګ د جلغوزیو تولید زیات، د ځايي اوسېدونکو اقتصادي وضعیت پیاوړی او له طبیعي زیرمو څخه دوامداره او مسؤلانه ګټه اخیستنه یقیني کړي.
د یادونې وړ ده، چې جلغوزي د افغانستان له مهمو صادراتي او لوړ ارزښته ځنګلي محصولاتو څخه شمېرل کېږي. ننګرهار د هېواد له هغو ولایتونو څخه دی، چې د جلغوزیو پراخ قدرتي ځنګلونه لري، او د دغو ځنګلونو معیاري مدیریت نه یوازې د صادراتو او ملي عوایدو په زیاتوالي کې مهم رول لري، بلکې د ځنګلونو په ساتنه، د چاپېریال په خوندیتوب او د ځايي خلکو د عایداتو په لوړولو کې هم اغېزناک تمامېږي.

