ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د امر بالمعروف وزیر: د اسلامي نظام ټینګښت د شلو کلونو د جهاد پایله ده

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزیر شیخ محمد خالد حنفي وایي، چې د مجاهدینو د شلو کلونو جهاد او قربانیو پایله په هېواد کې د اسلامي نظام ټینګ شوی دی.

نوموړي دغه څرګندونې د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال، د بلخ ولایت له دیني عالمانو، قومي مشرانو او سیمه‌ییزو چارواکو سره په یوه غونډه کې کړې دي.

د امر بالمعروف وزیر په دې غونډه کې ویلي: «ټول دیني عالمان، قومي مشران او سیمه‌ییز چارواکي مکلف دي، چې د معروفاتو د پلي کولو او د منکراتو د مخنیوي په برخه کې له محتسبینو سره هر اړخیزه همکاري وکړي او د خپلو دندو په ترسره کولو کې یې په رښتینولۍ مرسته وکړي.»

نوموړي زیاته کړې: «علم او پر هغه عمل کول د الله تعالی له سترو نعمتونو څخه دي، چې انسان ته په دنیا کې د هدایت او په اخرت کې د نېکمرغۍ زمینه برابروي.»

شیخ محمد خالد حنفي د خپلو خبرو په بله برخه کې ویلي، چې ځینو هېوادونو په تېرو دوو لسیزو کې، د فزیکي شتون ترڅنګ، په فکري او کلتوري برخو کې هم د عامه افکارو د اغېزمنولو لپاره بېلابېل پروګرامونه عملي کړي وو.

نوموړي ټینګار کړی، چې دیني عالمان او قومي مشران مسولیت لري، څو د اسلامي پروګرامونو د جوړولو او پلي کولو له لارې، د خلکو د عامه پوهاوي او سالم فکر د رامنځته کولو په برخه کې فعال او مسوولانه رول ولوبوي.

د امر بالمعروف وزیر همداراز ویلي، چې د اسلامي امارت په نظام کې دیني عالمان ځانګړی مقام، عزت او درناوی لري. نوموړي په پای کې زیاته کړې، چې ځینې هېوادونه او مغرض اشخاص د پیسو په لګولو هڅه کوي، څو اسلامي نظام، په ځانګړي ډول د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت، بدنامه وښيي