د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې خبري ناستې پر مهال، د ازموینو عمومي ادارې د ۱۴۰۵ کال د عمومي کانکور، دیني مدرسو، شپې پوهنځیو، څوارلسمو ټولګیو، خارجمرز او د اقوامو او قبایلو د فارغانو د ازموینو پایلې اعلان کړې.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور ازموینه په څلورو پړاوونو کې په بریالیتوب سره ترسره شوه، چې نږدې ۱۲۰ زره داوطلبانو پکې ګډون کړی و.
د لوړو زده کړو وزارت د جذب د پلان له مخې، له دغو ګډونوالو څخه ۷۴ زره او ۵۰۰ تنه به د هېواد امارتي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو ته د زده کړو لپاره ور وپېژندل شي.
د ازموینو عمومي ادارې زیاته کړه، چې د کانکور ازموینه په داسې ډول تنظیم شوې وه، څو د هېواد ټولو مستحقو داوطلبانو ته د ګډون فرصت برابر شي.
د یادې ادارې په وینا، په لومړي پړاو کې د ۱۵ ولایتونو، په دویم پړاو کې د ۱۸ ولایتونو، په درېیم پړاو کې د کابل ولایت د دولسمو ټولګیو فارغانو او په څلورم پړاو کې د مخکنیو پړاوونو غیرې حاضرو داوطلبانو، خارجمرز فارغانو، د اقوامو او قبایلو فارغانو، د کابل ولایت د دیني مدرسو فارغانو او د څوارلسمو ټولګیو فارغانو ازموینې واخیستل شوې.
د ادارې په وینا، د کانکور ټول څلور پړاوونه له هر ډول ستونزې پرته، په بشپړ نظم، شفافیت او اغېزناک مدیریت سره ترسره شول، چې له امله یې د ازموینې بهیر منظم، باوري او د ګډونوالو د باور وړ و.
د ازموینو عمومي اداره وایي، د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور د هېواد له مهمو ملي ازموینو څخه و، چې د شفافیت، عادلانه ارزونې او اغېزناک مدیریت پر بنسټ په بریالیتوب ترسره شو. د دې ازموینې له پایلو سره به لسګونه زره ځوانان د هېواد د لوړو زده کړو بنسټونو ته د زده کړو لپاره لار ومومي.
د غونډې په ترڅ کې د بېلابېلو امارتي ادارو مسولینو هم خبرې وکړې. هغوی د ازموینو له عمومي ادارې څخه د کانکور د بهیر د ښه مدیریت له امله مننه وکړه او هغو ګډونوالو ته یې، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د کانکور په ازموینه کې بریالي شوي، مبارکي وویله.
هغوی همداراز له بریالیو زدهکوونکو وغوښتل، چې له دې فرصت څخه د هېواد او خلکو د خدمت لپاره په غوره او اغېزناکه توګه ګټه واخلي.

