دفاع وزارت وایي، چې د ستردرستیز د مخابرې او معلوماتي تکنالوژي ریاست د مخابرې له دوه میاشتني مسلکي کورس څخه د بیلابیلو قطعاتو او جزوتامونو ۷۵ تنه منسوبین د وسلوال پوځ لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان “صدیق” د یاد ریاست رییس مولوي صلاح الدین خویدم د امربالمعروف او عقیدتي چارو رییس مولوي سیداغا ابو مقبول عاکف او یو شمېر نورو مسولینو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
د وسلوال پوځ لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان صدیق یادو فارغانو ته ویلي:« تاسو د دې اسلامي نظام واقعي ساتونکي یاست، دا یو ستر مسولیت دی چې تاسو ته در وسپارل شو په پوره معنی خپل مسولیت ادا کړئ، خپل مورال مو تل د دښمن په وړاندې د فولادو په څېر کلک وساتئ او پخپل مسلک کې ځانونه ورسوئ».

