د امربالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد حنفي د هېواد شمالي ولایتونو د سفر په لړ کې، بلخ کې له دیني عالمانو او قومي مخورو سره ناسته کړې.
د امربالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر د ياد رسمي سفر پر مهال په بلخ کې د فاریاب، سمنګان، جوزجان، بلخ او سرپل ولایتونو له دیني عالمانو، قومي مخورو، متنفذینو او مسولینو سره د امربالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د شرعي قانون د تطبیق، د معروفاتو اقامې او د منکراتو د مخنیوي په موخه د همغږۍ ناسته کړې.
شیخ محمد خالد حنفي د ناستې ګډونوالو ته ویلي: «تاسې علماء یاست، ستاسو مسولیت دی، چې الهي احکام په هغه ډول تر خلکو ورسوئ، چې څنګه حق دي، تر څو په ټولنه کې د بدیو مخه ونیول شي او الهي قوانین تطبیق شي.»
نوموړي زیاته کړې: «داسې فکر و نه کړئ، چې په نېکو امر او له بدیو منع یوازې په یاد وزارت پورې منحصر دی. علماء د انبیاوو علیهم السلام وارثین او د دین تنفیذونکي دي.»
دغه راز شیخ محمد خالد حنفي د خپلو خبرو پر مهال دیني عالمانو، متنفذینو او قومي مخورو ته په خطاب کې ویلي: « دښمنانو پر اسلامي نظام د خلکو د بې اعتمادۍ لپاره تبلیغاتو ته ملا تړلې ده؛ پام کوئ چې تاسې غافل نه شئ.»
د ناستې په پای کې له یادو ولایتونو راغلو علماء کرامو، متنفذینو او قومي مخورو هم خبرې کړي او له محتسبینو سره مرسته او په ټولنه کې د معروفاتو اقامه او د منکراتو مخنیوی یې خپل شرعي مسولیت یاد کړی.
د امربالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د معلوماتو له مخې، شیخ محمد خالد حنفي د یاد سفر په دوام تېره ورځ په کندوز کې د بدخشان، تخار او بغلان ولایتونو له دیني عالمانو، متنفذینو او قومي مخورو سره هم ناسته کړې وه او د ولایتي سفرونو دا لړۍ به دوام ولري.

