د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) عمومي رییس ښاغلي الکساندر ډي کرو او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو (UNHCR) عالي کمېشنر برهم صالح او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي امارت د لاسته راوړنو یادونه وکړه او وې ویل، نیمه پېړۍ تحمیلي جنګونو افغانانو ته زیات مالي او ځاني زیانونه اړولي دي، چې په بېلابېلو برخو کې ملاتړ او همکارۍ ته اړتیا لري.
نوموړي زیاته کړه، د ټولو نړېوالو قوانینو او د ګاونډیتوب د اصولو خلاف کډوال په اجباري توګه ووېستل شول، خو له نېکه مرغه د افغانستان اسلامي امارت په پرلپسې هڅو او د مسولو ارګانونو په همکارۍ وتوانېد د کډوالو ستونزو ته ښه رسېدنه وکړي او هغوی ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.
مولوي عبدالسلام حنفي وویل، د افغانستان اسلامي امارت له حاکمیت راهیسې له اته میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي چې دا زیات شمېر ښيي.
نوموړي په ټینګار سره زیاته کړه، اړینه ده چې د زېربنایي او پراختیایي پروژو د تطبیق له لارې کډوالو ته د کورونو جوړولو او زیاتو کاري فرصتونو رامنځته کولو ته پاملرنه وشي، ترڅو دوی بیا ځلې له هېواده کډوالۍ ته اړ نه شي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال، د نشه یي توکو د لمنځه وړلو په برخه کې د ملګرو ملتونو وروستي راپور ته په اشارې وویل، دا مهال په افغانستان کې نشه یي توکي په بشپړه توګه ختم شوي او دې کار د اسلامي امارت د پرېکنده مبارزې له امله تحقق وموند، هیله لرم مسول بنسټونه د بدیل معشیت په برخه کې له بزګرانو سره همکاري وکړي.
وروسته ښاغلي الکساندر ډي کرو په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري د سولې د ټینګښت، د امنیت د تامین او پراختیايي پروژو د تطبیق یادونه وکړه او وې ویل، د نشه يي توکو او اداري فساد د مخنیوي، د روږدو راټولولو او درملنې، د اقتصادي ودې او پانګونې ته د غوره زمینې برابرولو په برخو کې د اسلامي امارت اقدامات د قدردانۍ وړ دي.
نوموړي څرګنده کړه، UNDP او نور همکار بنسټونه چمتو دي د اقتصادي سیستم او سیمه ییزه سوداګري د پیاوړتیا، د زیربناو جوړولو، د کرنې او اوبولګولو د پراختیا په برخو کې له اسلامي امارت سره اړینه همکاري وکړي.
دغهراز د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر ښاغلي برهم صالح د افغانستان اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو ترمنځ پر ګډې همکاري ټینګار وکړ او وې ویل، له افغانانو سره به د UNHCR انسان دوستانه مرستې دوام ولري.
نوموړي د افغانانو په ځانګړي ډول راستنېدونکو کډوالو ته د انسان دوستانه مرستو اړتیا ته په اشارې وویل، د ملګرو ملتونو سازمان به له کډوالو سره د مرستې او د هغوی د بیا ادغام په برخو کې خپلې هڅې درېغ نه کړي.

