ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په سیکا سازمان کې د افغانستان په دايمي غړيتوب خبري شوي

په قزاقستان کې د افغانستان سفارت شارژدافیر مفتي محمدالرحمن، د اسیا د تعامل او باور جوړونې کنفرانس (سیکا) له عمومي منشي کایرت ساریبای سره لیدنه کړې ده.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو په سیکا سازمان کې د افغانستان د دایمي غړیتوب، د دې سازمان په غونډو کې د افغانستان د فعال حضور، په سیمه او اسیا کې د افغانستان د رول په اړه خبرې اترې کړې دي.

همدارنګه د افغان بزګرانو د ملاتړ موضوعات، د نشه‌يي توکو د کښت د مخنیوي لپاره د بدیلو تخمونو او کیمیاوي سرې برابرول، او د افغانستان د دولتي کارکوونکو لپاره د لنډمهاله روزنیزو پروګرامونو جوړول د دې لیدنې له مهمو بحثونو څخه بلل شوي دي.