ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ټرمپ له هسپانیې سره د ټولو سوداګریزو اړیکو د پرې کولو امر کړی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې د دغه هېواد د خزانې وزیر ته یې لارښوونه کړې چې له هسپانیې سره ټولې سوداګریزې اړیکې پرې کړي.

دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې هسپانیې د مارچ په میاشت کې اعلان کړی و، امریکا ته به اجازه ورنه کړي چې د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو لپاره د دغه هېواد په خاوره کې له ګډو پوځي اډو کار واخلي.

همدارنګه مادرید  د ایران پر ضد په جګړه کې د ګډون کوونکو امریکایي الوتکو پر مخ خپل هوايي حریم تړلی.