د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف امریکا ته خبرداری ورکړی، چې د ایران پر وړاندې هر ډول پوځي اقدام به له ورته ځواب سره مخ شي.
ښاغلي قالیباف ویلي: «په ښکاره وایم؛ که برید وکړئ، په نښه به شئ. زورواکي او د ژمنو ماتول به نور بې لګښته پاتې نه شي».
دغهراز د ایران د پارلمان رییس د هرمز تنګي په اړه زیاته کړې، چې دا سمندري لار به یوازې د ایران له لوري اداره کېږي، نه د امریکا د ګواښونو پر بنسټ.
نوموړي همدارنګه له واشنګټن غوښتي، چې د فشارونو له زیاتولو ډډه وکړي او خبرداری یې ورکړی، چې دا ډول چلند کولای شي لا ډېر تاوتریخوالی او کړکېچ رامنځته کړي.
ورته مهال د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی، چې د امریکا د وروستیو بریدونو په ځواب کې یې د سمندري او هوايي ګډو عملیاتو پر مهال په کویټ کې د امریکا عریفجان او علي السالم پوځي اډې او په بحرین کې د جفیر او شیخ عیسی پوځي اډو مهم تاسیسات په نښه کړي دي.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، سپاه پاسداران امریکا ته خبرداری ورکړی چې که بریدونه تکرار شي، ایران به په سیمه کې پر نورو امریکايي پوځي اډو هم خپل سخت او پراخ ځوابي بریدونه وکړي.

