د کډوالو او بېرته راستنېدونګو چارو وزارت ویلي، چې روانه اوونۍ په نورستان او ننګرهار کې دوه زره او ۵۰ بېځایه شویو، راستنو شویو او اړمنو کورنیو سره خوراکي، نغدي او کاري وسایلو مرستې شوې دي.
یاد وزارت زیاته کړې، چې دغه کورنۍ له وړاندې د کډوالو چارو ریاست په همغږۍ د همکارو موسسو له لوري پېژندل شوې وې، چې د یادو بنسټونو له لوري په نوروستان کې زرو کورنیو سره د ۵ قلمه خوراکي توکو او په ننګرهار کې له یو زر او ۵۰ کورنیو سره ۵ قلمه خوارکي توکو، د خیاطۍ او مبایل ترمیمولو وسایلو او د ۵ زره امریکايي ډالرو مرستې شوې دي.
همدارنګه د دې وزارت د همکارو بنسټونو له لوري په بغلان کې له دوو کورنیو سره د څلورو خېمو، د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې ۳۸۶ تنو سره د پېژندپاڼو اخيستلو په موخه ۲۸۰ زره او۵۰۰ افغانیو مرستې شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې دغه مرستې زیانمنو کسانو د ملاتړ او د راستنو شویو کډوالو د اقتصادي وضعیت ښهوالي او ستونزو کمولو په موخه ترسره شوي دي.

