د امریکایي ځواکونو مرکزي قومندانۍ (سنټکام) اعلان کړی، چې ځواکونو یې پر ایران تازه بریدونه کړي دي.
یادې قومندانۍ زیاته کړې، چې د دغو بریدونو موخه: «په هرمز تنګي کې د بېړۍ چلونې د ازادۍ پر وړاندې د ایران د ګواښ وړتیا کمزوري کول» دي.
همدا راز ایراني رسنیو هم په دې هېواد، په ځانګړې توګه بندر عباس او چابهار بندر کې د چاودنو د غږونو اورېدو خبر ورکړی.
دغه بريدونه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغه څرګندونو وروسته، چې ویلي یې و «اوربند ختم شوی دی» ترسره شوي دي.
ورته مهال د ایران په اړه د ډونالډ ټرمپ د دریځ پر وړاندې د مخالفتونو په دوام، امریکايي سناتور برني سنډرز د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند ماتېدو په تړاو پر ډونالډ ټرمپ نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې دا جګړه به امریکا هېڅکله پیاوړې نه کړي.
دغهراز نوموړي د ایران پر وړاندې د جګړې پای ته رسېدو پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي «دا جګړه به د لا ډېرو خلکو ژوند واخلي او د مالیه ورکوونکو لا ډېرې پیسې به ضایع کړي.»

