ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغانستان او هند د کرنیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري په نوي ډیلي کې د هند د کرنې او بزګرانو د هوساینې له وزیر، شیوراج سینګ چوهان، سره وکتل.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، په دې لیدنه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې شوې دي.

کرنې وزارت زیاته کړې، دغه راز دواړو لورو د کرنیزو محصولاتو د صادراتو پر زیاتوالي، د تجربو پر تبادلې، د کرنیزو ټکنالوژیو پر لېږد، د کرنې د پراختیا لپاره د همکارۍ پر پیاوړتیا او د خوړو د خوندیتوب پر تامین ټینګار کړی.