د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ملا عبدالاحد فضلي، د مخابراتي شبکو له استازو سره د مخابراتي سکټور پر زیربناء، کیفیت او لرو پرتو سیمو کې د مخابراتي خدمتونو پر پراختیا خبرې کړي دي.
ښاغلي فضلي په یاده ناسته کې د مخابراتي سکټور په برخه کې په شته ستونزو او همداراز لرو پرتو سیمو کې د کیفیت په ښه والي خبرې جړې او ډاډ یې څرګند کړی چې د سکټور د لا پرمختګ او ښه والي لپاره به خپلو هلو ځلو او هڅو ته دوام ورکوي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت زیاتوي، د مخابراتي شبکو استازو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له وزیر مننه وکړه چې تل یې د ستونزو په حل او د سکټور په لا پرمختګ کې ورسره همکاري کړې او دوی هم خپلو هغو تعهداتو ته ژمن دي چې په اساس یې افغانانو ته غوره مخابراتي چوپړ باید وړاندې شي.
همدا راز د مخابراتي شرکتونو استازو د هېواد په مختلفو سیمو کې د کیفیت د ښه والي او لرو پرتو سیمو د پوښښ په موخه د زیربناء په پیاوړتیا ټینګار وکړ چې د وزارت د رهبرۍ له لوري ورته په ټولو قانوني چارو کې د هر راز او هر وخت د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

