د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند د قطر دولت د امیر د پلار شیخ حمد بن خلیفه الثاني په مړینه خواشیني څرګنده کړې.
نوموړي د افغانستان اسلامي امارت او ټول افغان ولس په استازیتوب د قطر د دولت له امیر، شیخ تمیم بن حمد الثاني، د ارواښاد له درنې کورنۍ، د قطر له حکومت او ولس سره خپله ژوره خواشیني او صمیمانه خواخوږي څرګنده کړې ده.
رییس الوزرا د خواشینۍ په پیغام کې ویلي، چې ارواښاد شیخ حمد بن خلیفه آلثاني په افغانستان کې د اوږدمهالې جګړې د پای ته رسېدو په موخه د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د مذاکراتو د کوربتوب او اړینو اسانتیاوو په برابرولو کې تاریخي او نه هېریدونکی رول ولوباوه. هغه رول چې د افغانستان او قطر د دوستانه اړیکو په حافظه کې به تل په درنښت یادېږي.
ملا محمد حسن اخند له الله تعالی څخه مرحوم ته د مغفرت، رحمت او فردوس جنت، او د هغه درنې کورنۍ، د قطر مشرتابه او ورور ولس ته د جمیل صبر او اجر غوښتنه کړې ده.

