ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتنې مسودې قانون په اړه ناسته کړې

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ د پناه غوښتنې مسودې قانون په اړه معلوماتي ناسته وشوه.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې په دغه ناسته کې د بهرنیو، کورنیو چارو او عدلیې وزارتونو، سترې محکمې او استخباراتو ریاست د استازو شتون درلود.

یاد وزارت زیاته کړې، چې په یاده ناسته کې د پناه غوښتنې مسودې قانون په اړه خبرې شوي او د اړوندو وزارتونو استازو د یادې مسودې د پیاوړتیا او اصلاح په موخه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړي دي.

ورته مهال ښاغلي راشد ټینګار کړی، چې دغه قانون باید د کډوالو د شرعي او اسلامي حقونو په پام کې نیولو سره هغوی ته د پناه غوښتنې حق او ملاتړ زمینه برابره کړي.

د یادونې وړ ده، چې د پناه غوښتنې دغه مسوده د یاد وزارت د کمېټې او اړوندو ادارو له لوري نهایي شوې او ژر به عدلیې وزارت ته ولېږل شي.