ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ارومچي کې د افغانستان او پاکستان د مذاکراتو پای؛ چین د لا زیاتو مذاکراتو د زمینې برابرولو لپاره چمتووالی څرګند کړی

چین اعلان کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې خبرې پای ته رسېدلي او دواړو لوریو د اختلافاتو د حل لپاره د هر اړخیزې حل لارې لټولو هوکړه کړې.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري ناسته کې ویلي، دواړو لوریو هوکړه کړې چې له هغو اقداماتو چې وضعیت پېچلی کوي، ډډه وکړي او د تفاهم له لارې د ستونزو د حل هڅه وکړي.

چین لوري دواړو خواوو سره د نږدې اړیکو پر ساتلو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په دې برخه کې یې فعال منځګړیتوب کړی.

ورته مهال، د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، د چین په ارومچي ښار کې د افغانستان او پاکستان رسمي پلاويو خبرې په رغنده فضا کې پای ته ورسېدې.

بلخي په یوه اعلامیه کې ویلي، په دې خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو، امنیتي موضوعاتو او سیمه‌ییز ثبات اړوند مسایلو په اړه هر اړخیزې خبرې شوي.

په اعلامیه کې راغلي، اسلامي امارت د چین له کوربه‌توب او حسن نیت څخه مننه کوي او هیله لري چې دغه بهیر د باور جوړونې، ټینګو اړیکو، تفاهم او اغېزمنو همکاریو سبب شي.