ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغانستان او ازبکستان د تاریخي، کلتوري او ګرځندوی اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت‌الله جمال په کابل کې د ازبکستان له سفیر اویبک عثمان‌اف سره لیدنه کړې.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي؛ چې په دې لیدنه کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ پر تاریخي، کلتوري، اسلامي او ګرځندوی اړیکو، د ګډو فرهنګي میراثونو پر ساتنې او پېژندنې، د ګرځندوی د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر لا پیاوړتیا خبرې شوې دي.

مولوي قدرت‌الله ویلي؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ ژورې تاریخي، کلتوري او اسلامي اړیکې او ګډ ارزښتونه د لا پراخو همکاریو لپاره ښه زمینه برابروي.

دغه‌راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګرځندوی د پراختیا پر اړتیا ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده؛ چې د تاریخي، فرهنګي، اسلامي او زیارتي ګرځندوی په برخو کې د ګډو برنامو جوړول کولای شي، د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې او د اقتصادي همکاریو د پراختیا زمینه برابره کړي.

نوموړي ویلي؛ افغانستان د بلخ، هرات، غزني، بامیان، غزني او کابل په څېر له لرغونو تاریخي او فرهنګي سیمو او د اسلامي تمدن له مهمو مرکزونو څخه برخمن دی او د ازبکستان سیلانیان کولای شي، د دغو تاریخي او فرهنګي سیمو له آثارو او جاذبو څخه لیدنه وکړي.

ښاغلي جمال همداراز د سمرقند، بخارا او ترمذ په څېر د ازبکستان د اسلامي تمدن له مهمو مرکزونو سره د افغانستان د بلخ، هرات، غزني او کابل ترمنځ د ګډو اسلامي، تاریخي او فرهنګي ګرځندوی لارو د رامنځته کولو وړاندیز کړی دی.

همدارنګه په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د ګډو کلتوري او تاریخي میراثونو د ساتنې او معرفي، د موزیمونو، ارشیفونو او کتابتونونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا، د کلتوري نندارتونونو، فرهنګي اوونیو او هنري پروګرامونو د جوړولو، د ګرځندوی رهنما او کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او د تجربو او تخنیکي معلوماتو د تبادلې په اړه هم خبرې شوې دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي؛ چې دواړو لورو د ګرځندوی په برخه کې د پانګونې، هوټلدارۍ، سیاحتي خدمتونو او زیربناوو د پراختیا، د سیلانیانو د تګ راتګ د اسانتیا، د ویزو او ترانسپورتي خدمتونو د همغږۍ، او د خصوصي سکټور ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار کړی دی.

مولوي قدرت‌الله جمال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اسلامي او زیارتي ګرځندوی د پراختیا لپاره د ګډو پروګرامونو پر جوړولو ټینګار کړی او ویلي یې دي؛ چې د دواړو هېوادونو د دیني، تاریخي او فرهنګي آثارو ګډه معرفي کول د اسلامي تمدن د ګډ میراث په پېژندنه کې مهم رول لري.

په همدې حال کې، د ازبکستان سفیر اویبک عثمان‌اف د افغانستان او ازبکستان ترمنځ پر ګډو فرهنګي او تاریخي ارزښتونو خبرې کړي او د دواړو هېوادونو له ګډو علمي او کلتوري مشاهیرو څخه یې د امام بخاري رحمه الله، امام ترمذي رحمه الله، ابوریحان البیروني، ا بوعلی سینا، الخوارزمي او بابا رحیم مشرب، امیر علیشیر نوایي نومونه یاد کړي دي.

نوموړي ویلي؛ یادو علمي او فرهنګي شخصیتونو د اسلامي نړۍ د علم، فرهنګ او تمدن په پراختیا او د اسلامي هېوادونو ترمنځ د اړیکو په ټینګښت کې مهم رول لوبولی دی.

اویبک عثمان‌اف همداراز زیاته کړې؛ د ازبکستان لومړي وزیر د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پیاوړتیا په موخه افغانستان ته سفر کړی و، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ او اړیکو د ژورتیا څرګندونه کوي.

ښاغلي عثمان‌اف د مزارشریف په ښار کې د امام بخاري رحمه‌الله په نوم د مدرسې د جوړېدو یادونه هم کړې او ویلي یې دي؛ په دې پروژه کار روان دی او تمه ده په نږدې راتلونکي کې بشپړه شي.

د ازبکستان سفیر زیاته کړې؛ ټاکل شوې د دغه هېواد یو سیاحتي او کلتوري پلاوی په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته سفر وکړي او د هېواد له یو شمېر تاریخي او لرغونو سیمو څخه لیدنه وکړي.

په پای کې، دواړو لوریو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د فرهنګي، تاریخي او ګرځندوی همکاریو د لا پراختیا او د اړیکو د پیاوړتیا لپاره پر دوامداره همغږۍ او ګډو اقداماتو ټینګار کړي.