د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال شیخ عبدالرحمن منیر، د اوزبیکستان د کورنیو چارو له وزیر عزیز تاشپولادویچ، سره په لیدنه کې د نشهيي توکو پروړاندې پر ګډې مبارزې ټینګار کړی دی.
په دې لیدنه کې، د اوزبیکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې هېواد به یې له افغانستان سره د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزه کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د نشهيي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره په سرحدونو کې یو ګډ تخنیکي ټیم جوړ کړي.

