د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال په کابل کې د ترکیې له شارژدافیر سادین آییلدیز سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګرځندوی، کلتوري همکاریو او تاریخي اړیکو د لا پراختیا په اړه هر اړخیزې خبرې شوې دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې د غونډې په پیل کې مولوي قدرت الله جمال د افغانستان او ترکیې ترمنځ د تاریخي، کلتوري، مذهبي او سیاسي اړیکو ستاینه کړې.
نوموړي د ترکیې له دولت، سفارت او په ځانګړي ډول د ټيکا (TİKA) موسسې څخه د افغانستان په کلتوري او تعلیمي برخو کې د ترسره شویو همکاریو مننه کړې او ویلي یې دي، چې د عامه کتابتون د مطالعې تالار جوړول، د ملي ارشیف د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره د روزنیزو پروګرامونو ترسره کول، د ځوانانو د لیلیې بیارغونه او په بلخ کې د مولانا د پلار بهاءالدین ولد د خانقاه جوړول د دواړو هېوادونو د ښو همکاریو څرګندې بېلګې دي.
مولوي قدرت الله جمال زیاته کړې؛ چې افغانستان د تاریخي، کلتوري او مذهبي ګرځندوی له پلوه پراخ ظرفیتونه لري او هیله یې څرګنده کړې، چې د ترکیې شارژدافیر د ماموریت په مهال به د ګرځندوی، کلتوري میراثونو د ساتنې او د دواړو هېوادونو د ولسونو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې شي.
ورته مهال د ترکیې شارژدافیر ویلي؛ د افغانستان او ترکیې ترمنځ ګډ تاریخي، کلتوري، ټولنیز او مذهبي ارزښتونه د دواړو ملتونو د نږدېوالي بنسټ جوړوي او دغهراز کلتور یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو تر ټولو مهم پل بللی دی.
نوموړي د ترکیې د ګرځندوی صنعت د خپل هېواد له چټک پرمختګ کوونکو اقتصادي سکټورونو څخه یاد کړی او ټینګار یې کړی، چې هېواد یې چمتو دی د ګرځندوی، هوټلدارۍ، سیاحتي خدمتونو او د بشري ظرفیت لوړونې په برخو کې خپلې تجربې له افغانستان سره شریکې کړي.
همدارنګه سادین آییلدیز ډاډ ورکړی، چې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت د لوړولو لپاره به له اړوندو ترکي ادارو سره همغږي وکړي.

