د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همکارۍ سلګونو خبریالانو، مطبوعاتي مسولینو، ادیبانو، قلموالو مبارزینو او ځوانانو ته د (فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې) په نوم یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، چې په دغه سیمینار کې د دې وزارت د خپرونو چارو مرستیال ښاغلي مهاجر فراهي، د چارو ادارې عمومي رییس شیخ نورالحق انور، د یاد وزارت یو شمېر رییسانو، د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو د ټولنې مشر او د سیمهییزو ادارو مسولینو هم ګډون کړی و.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د میدان وردګو د اطلاعاتو او کلتور رییس ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي؛ ټولې رسنۍ، خبریالان، لیکوالان، قلموال مبارزین او ځوانان باید د حق وینا او په خپلو خبرو کې پوره دقت وکړي.
نوموړي زیاته کړې، میدان وردګو کې رسنۍ خپل مسولیت په ښه توګه ترسره کوي او په دې ولایت کې د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ پوره همغږۍ شتون لري.
دغهراز د خپرونو چارو مرستیال مولوي مهاجر فراهي ویلي:« د رسنیو دنده، د خلکو د پوهاوي لوړول، د سالم فکر پیاوړي کول، د یوالي ملاتړ او د ټولنیزو ستونزو مسولانه انعکاس کول دي، اوس چې د اسلامي نظام تر سیوري لاندې په پوره امنیت کې ژوند کوو، دا یو مهم فرصت دی، رسنۍ باید له دې فرصت څخه په اغېزمنه توګه ګټه واخلي او رسنیز مسولیت ترسره کړي.»
نوموړي زیاته کړې؛ د تېر اشغال پېښې او اغېزې باید ولس ته روښانه شي او همداراز د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه دې د علماوو او اړوندو مسولینو له لارې عامه پوهاوی وشي او د ناسمو دودونو زیانونه دې خلکو ته بیان شي.
ورته مهال د چارو ادارې عمومي رییس شیخ نورالحق انور ویلي:« د رسنیو مسولین، خبریالان او قلموال مبارزین باید تل حق ووایي او د صداقت اصل په پام کې نیولو سره معلومات او اطلاعات تر خلکو ورسوي.»
دغهراز په ټولیزو رسنیو د څار مسول مولوي صفيالله راید ویلي:« د ژورنالیست، لیکوال او قلموال رسالت یوازې د خبر خپرول نه دي، بلکې د فکر روزنه، د ارزښتونو ساتنه، د حقیقت دفاع او د ولس د وجدان راویښول دي. قلموال مبارزین باید د تعصب، قوم پرستۍ، سمت پرستۍ او ژبنۍ اختلاف پر ضد د حق غږ پورته کړي. ځوانان د دې خاورې د سبا هیلي دي. باید خپل استعدادونه د علم، څېړنې، نوښت او خدمت لپاره وکاروي.»
ورته مهال د خپرونو چارو معینیت سلاکار مولوي عبدالحق حماد او یو شمېر نورو ولایتي مسولینو د خبریالۍ د اصولو او بنسټونو او د خبریالانو د مسولیتونو په اړه خبرې وکړې او ویلي یې دي: خبریالان کولای شي، چې د رسنیو له لارې په فکري او فرهنګي ډګر کې په اغیزمنه توګه مبارزه وکړي، په رسنیز کار کې ښه نیت، اخلاص او د ټولنې د ګټو په پام کې نیول ځانګړی اهمیت لري.
ویناوالو زیاته کړې؛ چې خبريالان بايد د حق مدافعين، د هېواد د عليا مصالحو پالونکي او د خپل نظام په استحکام کې ونډه اخيستونکي وي. خبريال بايد درک کړي چې هره خبره يې زرګونه خلک اوري او لولي او هره خبره يې کلونه کلونه پاتې کېدای شي؛ نو بايد داسې څه ووايي چې راتلونکي کې ورته د خير ذريعه وي.
د سیمینار په پای کې ګډونوالو د دغه سیمینار د جوړېدو هرکلی کړی او غوښتنه یې کړې، چې په راتلونکي کې هم د خبریالانو او ځوانانو د ظرفیت لوړونې او استعدادونو د ودې لپاره ورته پروګرامونه جوړ شي.

