د اسلامي امارت د بيا واکمنۍ نږدې پنځو کلونو ته په رسېدو سره، د پنجشېر والي ویلي؛ چې په دې ولايت کې سراسري امنيت ټينګ شوی او خلک خپل ورځنی ژوند په بشپړه ارامۍ کې تېروي.
دغهراز حافظ محمد آغا حکيم له ملي نيوز سره په مرکه کې د ځينو مغرضو رسنيو هغه ادعاوې رد کړي، چې ګواکې د اسلامي امارت مجاهدين د دې ولايت له اوسېدونکو سره ناسم چلند کوي.
د پنجشېر والي ویلي، د دې ولايت خلکو د اسلامي نظام حقيقت درک کړی، په خپلو ټولو چارو کې له اسلامي نظام سره همکاري کوي او د ورورولۍ او يووالي په فضا کې ژوند کوي.
نوموړي همداراز ټینګار کړی، چې په دې ولایت کې هېڅ ډول امنیتي یا ټولنیزه ستونزه نه شته او خلک په هر اړخیز ډول د اسلامي امارت له نظام څخه ملاتړ کوي.
حافظ محمد آغا حکيم ویلي، د ولایت له بېلابېلو قشرونو او اوسېدونکو سره په دوامداره توګه مشورتي غونډې ترسره کېږي او د دغو غونډو ګډونوالو له اسلامي نظام څخه خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

