ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا محمد حسن اخند د ازبکستان د لومړي وزیر د مرستیال په مشرۍ له پلاوي سره لیدنه وکړه


د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه یف او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

په دې ليدنه کې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا مقام د دفتر عمومي ریيس ډاکتر ملا عبدالواسع، د کانونو او پټروليم وزير ملا هدايت الله بدري او په ازبکستان کې د افغانستان اسلامي امارت سفير شیخ عبدالغفار بحر هم شتون درلود.
د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال وویل، افغانستان ته د ازبکستان د وزیرانو، مرستیالانو، سوداګرو او پانګه والو د لوی پلاوي د سفر موخه د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي او سیاسي اړیکو پیاوړتیا ده.

نوموړي د ازبکستان او افغانستان ترمنځ ښو اړیکو ته په اشارې زیاته کړه، افغانستان د ازبکستان په بهرني سیاست کې مهم ځای لري او د ازبکستان د جمهور رییس شوکت میرضیایف په لارښوونه د دغه لوی پلاوي د سفر اصلي موخه دا دی، چې د پانګونې او سوداګرۍ په برخو کې د شویو ژمنو عملي کار پیل او دواړه هیوادونه یې پایلې وګوري.

 جمشید خواجه یف وویل، تېر کال یې هېواد ته د افغانستان ټول صادرات ۱۵۰ میلون ډالر وو، خو د روان کال له پيله تر اوسه ازبکستان ته د افغانستان صادرات ۱۱۱ میلیون ډالرو ته رسېدلې او تمه شته، چې د کال تر پایه دغه کچه نوره هم زیاته شي.

 نوموړي همداراز زیاته کړه، ازبکستان تر اوسه افغانانو ته ۵ زره ویزې ورکړي او دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستي او اقتصادي اړیکو د پراختیا ښودنه کوي.

 ورپسې د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه یف په مشرۍ پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د دوی سفر یې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا لپاره مهم یاد کړ.

ملا محمد حسن اخند وویل، د ازبکستان د دې لوی پلاوي سفر او د اقتصادي اړیکو پراختیا د افغانستان پر راتلونکې د یاد هېواد د باور لویه نښه ده.

دغه‌راز  د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال ته ډاډ ورکړ، چې افغانستان له یاد ورو او دوست هېواد سره د اړیکو په پیاوړتیا خوښ او د شویو ژمنو پلي کولو ته بشپړ ژمن دی.