ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سترې محکمې قضایي مرستیال د محاکمو د چارو د ارزونې په موخه یو شمېر ولایتونو ته سفر کړی

د سترې محکمې قضایي مرستیال شیخ محمد قاسم راسخ د قضایي تفتیش عمومي ریاست د مرستیال حافظ مولوي عبدالولي محمود او مل پلاوي په ملتیا، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د ذوالحجة الحرام میاشتې له ۲۱مې څخه تر ۲۸مې نېټې پورې د محاکمو د اجراآتو د لیدنې او ارزونې په موخه تخار، سمنګان، فاریاب او سرپل ولایتونو ته سفر وکړ.

ستره محکمه وایي، چې دغه لوړ رتبه پلاوي د یادو ولایتونو د محاکمو د ورځنیو اجراآتو، حاضرۍ او له مراجعینو سره د محاکمو د منسوبینو د چلند د ارزونې ترڅنګ، د مرافعه محاکمو له رییسانو، نظامي محکمې له رییس، مرافعه او ښاري ابتداییه محاکمو د دېوانونو له رییسانو، د ولسوالیو ابتداییه محاکمو له رییسانو، د وثایقو او حقوقو له امرینو او د مرکز او ولسوالیو د محاکمو له ټولو قضایي غړو سره بېلا بېلې غونډې وکړې.

شیخ محمد قاسم راسخ په دې غونډو کې څرګنده کړه، چې اسلامي نظام یو ستر او ارزښتناک نعمت دی او موږ ټول باید د الله تعالی شکر اداء کړو، چې دغه نظام یې زموږ په ملک کې نافذ کړی دی.

نوموړي ټینګار وکړ، چې هېڅ ډول عذر، پلمه او یا بل مانع باید د اسلامي نظام په چوکاټ کې د اسلامي شریعت د تطبیق مخه ونه نیسي.

ښاغلي راسخ زیاته کړه، چې هر منصب، که هغه لوی وي او که کوچنی، په اصل کې یو مسولیت او امانت دی؛ نو هر مسول مکلف دی، چې خپلو دندو او مسولیتونو ته جدي پاملرنه وکړي او ورسپارل شوې چارې په بشپړ دقت او ښه ډول ترسره کړي.

دغه راز د سترې محکمې قضایي مرستیال وویل، چې د هر نظام پرمختګ او وده په همغږۍ، یووالي او تقوا کې ده؛ نو له یو بل سره مشوره او همغږي ولرئ او د خپلو مافوق امرینو له شرعي او اصولي اوامرو څخه اطاعت وکړئ، هڅه وکړئ چې په پوره دقت او له هر اړخیزو او دقیقو پلټنو وروسته پرېکړې صادرې کړئ؛ ترڅو شرعي عدالت په سمه توګه پلي شي او په جدي ډول د هر ډول واسطې مخه ونیول شي.

شیخ محمد قاسم راسخ ټینګار وکړ، چې د دوسیو د ځنډ د مخنیوي په موخه دې د محکمې مفتي او قاضي هم له قضایي محرر سره د پرېکړو په تحریر کې همکاري وکړي؛ د اقرار په مواردو کې باید پوره توجه او دقت وشي، تر څو څرګنده شي، چې اقرار صرېح دی که نه، مشبوه دی که نه، او دا چې اقرار د حکم موجب ګرځي او که نه؟ همدارنګه د شهادت او قسم په مواردو کې دې هم زیات دقت او احتیاط وشي.

نوموړي زیاته کړه، چې د دوسیو د ځنډ یو له مهمو لاملونو او اسبابو څخه په مافوق محاکمو کې د ماتحت محاکمو د پرېکړو نقض کېدل دي؛ له همدې امله هڅه وکړئ، چې خپلې پرېکړې او احکام له پوره دقت، هر اړخیزو څېړنو او غور وروسته صادر کړئ، څو په مافوق محاکمو کې د تایید وړ وګرځي او د دوسیو د ځنډ مخه ونیول شي.

همدارنګه مافوق محاکم دې هم د دوسیو د ارزونې او څېړنې پر مهال د ابتداییه محاکمو د پرېکړو د تایید په برخه کې دقت، پاملرنه او حسن نظر ولري؛ که چېرې پرېکړه د تایید وړ وي، تایید دې کړي او که د نقض وړ وي، نو د نقض دلایل او موارد دې په مدلل ډول ولیکي.

دغه راز د سترې محکمې قضایي مرستیال د محاکمو مسولینو او منسوبینو ته لاندې لارښوونې وکړې:

۱:د عامو خلکو حقوق په محاکمو پورې تړلي، د عامو او خاصو خلکو پام محاکمو ته دی؛ که چېرې موږ خپل مسولیت په ښه ډول ترسره کړو، الله تعالی به عزت راکړي، که خدای مه کړه په خپلو مسولیتونو کې غفلت او سستي وکړو، بیا هېڅ څوک نشته، چې موږ د الله تعالی له حساب څخه خلاص کړي. باید د مسولیت ارزښت وپېژنو او شکرګزار واوسو، هغه څه چې د سترې محکمې له خوا موږ ته ویل شوي دي دا دي، چې د الهي نعمت، یعنې اسلامي نظام قدر وکړو او د هغه شکر اداء کړو.

۲:ترمنځ مو باید همغږي او مشوره شتون ولري، د مسولینو او منسوبینو ترمنځ همفکري او یووالی اړین دی؛ په دې صورت کې چارې په ښه او مناسب ډول ترسره کېږي او موږ د اسلامي نظام لپاره یوه ښه الګو جوړېدای شو.

۳:د محاکمو په اجراآتو کې زموږ یوه وړه تېروتنه د لوی زیان سبب کېدای شي، که مراجعه کوونکي ناسم چلند ولري، نو له ټولو وړاندې باید هغوی ته توصیه وشي او د محاکمو مسولیت ورته واضح کړل شي، څو خدای مه کړه بې‌عدالتي رامنځته نشي.

۴: په موضوعاتو کې باید څو مهم ټکي په پام کې ونیول شي: عریضه باید په دقت سره مطالعه شي، صورت دعوی باید په تفصیل او دقیق ډول وکتل شي، چې دعوی څه ده او څه غواړي، دفع دعوی باید په دقت سره وڅېړل شي، چې ځواب یې څه دی. همدارنګه د محکمې هر غړی باید د موضوع په اړه خپل مسولیت په ښه ډول درک کړي، چې په دې برخه کې د قاضي، مفتي او محرر مسولیتونه څه دي؛ نو تاسو ته مې سپارښتنه دا ده، چې هڅه وشي هېڅکله ناحقه پرېکړه ونشي، د خلکو حق ضایع نشي او په جزایي موضوعاتو کې دا جدي هڅه وشي، چې هېڅوک په ناحقه مجازات نشي.

۵:محاکم د نظام مهم رکن دی.

۶:د شرعي قوانینو د تطبیق په برخه کې هېڅ داخلي او بهرني موانع نشته.

۷: محاکم د شریعت د اصولو او قوانینو د تطبیق محور دي.

۸:مسولیت امتیاز نه، بلکه امانت دی؛ ځکه له ټولو نصوصو څخه څرګندېږي، چې منصب استحقاق او امتیاز نه دی، بلکې مسولیت دی او خپل مسولیت باید په اخلاص سره اداء کړو، د محکمې په چارو کې اخلاص دا دی، چې د سهار له اته بجو څخه د مازدیګر تر څلورو بجو پورې حاضرۍ ته پابندي وشي.

۹: موږ د ټولنې مهم او برجسته اشخاص یو؛ خلک خپلې ستونزې محاکمو ته وړاندې کوي، نو باید له دوی سره ښه چلند وکړو، څو د اسلامي نظام د بدنامۍ سبب ونه ګرځو.

۱۰: قاضي باید داسې وي، چې د هغه له رویې او چلند څخه مظلوم ناهیلی نشي او ظالم ته طمع پیدا نشي، باید صورت دعوی او د مدعي خبرې په پوره دقت سره مطالعه او واورېدل شي.

۱۱:قاضي باید مادياتو ته متوجه نه وي؛ ځکه هغه اندازه معاش، چې د اسلامي امارت لخوا موږ ته راکول کېږي، د اړتیاوو لپاره کفایت کوي.

۱۲:د خلکو له تحفو څخه باید ډډه وشي او د خلکو ضیافتونه باید ونه منل شي؛ د دې ډول شیانو ردول زموږ د مسولیتونو له جملې څخه دي.

۱۳:له ابتداء څخه باید دې ته توجه وشي، چې موضوع په همدې محکمې پورې تړاو لري او که نه؟ که موضوع په محکمه پورې اړوند وه، نو باید د محکمې د غړو لخوا په کې تحقیق وشي، د محکمې مفتي باید د فتوا په ورکولو کې له کلیاتو استفاده ونه کړي؛ بلکې وګوري چې آیا اقرار، شهادت او قسم د حکم د اثبات سبب ګرځېدای شي او که نه؟ او د دې لپاره باید مناسب فقهي جزئیات پیدا کړي.

۱۴: د محکمې د غړو ترمنځ باید همغږي موجوده وي، په موضوعاتو کې باید مشوره وشي؛ خو مشوره باید تحمیلي نه وي. فیصله باید یوازې د رایو د اختلاف پر بنسټ ونشي؛ همدارنګه د محکمې غړي باید یو له بل سره په چارو کې همکاري وکړي او داسې فیصله صادره کړي چې د نقض وړ نه وي.

۱۵: مرافعه محکمه باید موضوع او پرېکړه د تایید په نظر مطالعه کړي او دا فکر باید ونه لري، چې هدف یې یوازې د فیصلو نقض دی. که مرافعه محکمه فیصله نقض کوي، نو باید د نقض دلایل په واضح ډول بیان کړي، ترڅو ماتحت محکمې هغه نقض درک کړي او د اصلاح اقدام یې وکړي.

۱۶: محکمې باید مجرمینو ته په سزا ورکولو کې ډېر احتیاط وکړي، تر څو د جرم مطابق جزا او تعزیر ورکړل شي؛ ځکه که د مجرم جرم کم وي باید درنه سزا ورنکړل شي، که جزا او تعزیر د جرم مطابق نه وي، نو دا ډول فیصله حتماً د ماتحت محاکمو لخوا نقض کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د سترې محکمې دغه لوړرتبه پلاوي د خپل سفر پر مهال د یادو ولایتونو له والیانو او د امارتي ادارو له نورو مسولینو سره هم لیدنه وکړه او په بېلا بېلو موضوعاتو یې ورسره خبرې وکړې.