د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې صهیونیستي رژیم په غزه کې خپل بریدونه وروسته له هغه زیات کړي، چې له امریکا سره یې پر ایران ګډ بمبار درولی دی.
د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د اپرېل له اتمې نېټې راهیسې، چې د ایران جګړه ودرول شوه، د اسرائیلو رژیم بریدونو په غزه کې ۱۲۰ فلسطینیان شهیدان کړي، چې پکې اته ښځې او ۱۳ ماشومان شامل دي.
د راپور پر بنسټ، دغه شمېر د هغو تېرو پینځو اوونیو په پرتله شاوخوا ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيي، هغه مهال چې اسرائیلو پر ایران هوايي بریدونه کول.

