ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان او روسیې ترمنځ د ګډ اقتصادي او سوداګریز کمېسیون لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت او فدراتیف روسیې ترمنځ د ګډ اقتصادي او سوداګریز کمېسیون لومړنۍ ناسته د تاتارستان جمهوریت په کازان ښار کې ترسره شوه.

دغه ناسته د «روسیې او اسلامي نړۍ» اوولسمې نړیوالې غونډې په څنډه کې جوړه شوې وه، چې پکې د روسیې د صنعت او تجارت وزارت مرستیال، د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر، د اقتصاد، مالیې، ټولګټو، عامې روغتیا، کار او ټولنیزو چارو، بهرنیو چارو، اوبو او انرژۍ، کرنې او کانونو وزارتونو استازو، د نفت او ګازو امارتي شرکت مسئولینو او د دواړو هېوادونو سفیرانو ګډون کړی و.

د غونډې موخه د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو پراختیا او د پانګونې جلبول ښودل شوي دي.

د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم غونډې ته په وینا کې ویلي، افغانستان د یو خپلواک هېواد او د اسلامي نړۍ د مهم غړي په توګه له نړیوالې ټولنې سره د متوازن او مثبت تعامل غوښتونکی دی او اسلامي امارت خپله بهرنۍ تګلاره د اسلامي ارزښتونو او متقابل احترام پر بنسټ تنظیموي، چې د فدراتیف روسیې لخوا د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت پېژندل هم د دغه سیاست پایله ده.

نوموړي د افغانستان جغرافیایي موقعیت ته په اشارې ویلي، هېواد کولای شي د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د اقتصادي اتصال مهم مرکز وګرځي.

ښاغلي ندیم همداراز زیاته کړې: «افغانستان او روسیه د ډیپلوماتیکو اړیکو نوي پړاو ته داخل شوي دي، چې دا د مثبت تعامل او دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا لپاره مهم ګام ګڼل کېږي او د سیاسي، اقتصادي او علمي همکاریو د پراختیا زمینه برابروي.»

شیخ نداء محمد ندیم د «روسیې او اسلامي نړۍ» اوولسمې نړیوالې ناستې جوړولو ته په اشارې سره ویلي، چې نن ورځ نړۍ تر بل هر وخت زیاتو خبرو اترو، متقابل احترام، عدالت او د ګډو ګټو پر اساس همکاریو ته اړتیا لري، موږ باور لرو چې امنیت، پرمختګ او سوکالي هغه وخت ګټوره کېدای شي، چې ملکونه د مقابلې پر ځای د تفاهم او همکارۍ لاره غوره کړي.

دغه‌راز د لوړو زده کړو وزیر د سیمه ییزو همکاریو په برخه کې د روسیې رغنده رول ته په کتو هیله ښودلې، چې په راتلونکې کې د کابل او مسکو ترمنځ دوه اړخیزې همکارۍ لا پیاوړې او اغېزناکې شي.

بل‌خوا، د روسیې د صنعت او تجارت وزارت مرستیال الیکسي ګرزو اوف د ګډ کمېسیون ناسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا لپاره مهمه بللې او د مثبتو پایلو هیله یې څرګنده کړې ده.

د ناستې په پای کې تخنیکي ټیمونه ټاکل شوي، څو پر بېلابېلو موضوعاتو بحثونه او همغږۍ شوې چارې مخته یوسي.