ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ډاکټر عبدالباري عمر: د برېښنا انرژۍ د کورني تولید پر سرچېنو چټک کار روان دی

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د حکومت د رسنیو په مرکز کې په یوه خبري کنفرانس  کې ویلي، د برېښنا انرژۍ د کورني تولید پر سرچېنو چټک کار روان دی، چې له ۷۱۹ مېلیونه ډالرو زیاته پانګونه پرې شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، د افغانستان برېښنا شرکت ټول پېرودونکي دې د برېښنا سپما ته ځانګړې پاملرنه وکړي او خپلې اړوند ستونزې دې له موږ سره شریکې کړي.

ډاکټر عبدالباري عمر ویلي، له کابل څخه کندهار او له کابل څخه ننګرهار، دغه راز کابل، بامیان ته د برېښنا لېږد مزو غځونې زموږ سترې پروژې دي، چې دا ټولې زموږ د پرلپسې هڅو څرګندويي کوي، خو دا چې په تېر کې دې برخو کې کار نه دی شوی، نو اوس وخت ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې، زموږ تخنیکي کارکوونکي شپه او ورځ پر شبکې منظمه څارنه کوي، رامنځته شوې تخنیکي عارضې د شپې پر مهال هم حل کوي، تر څو د پېرودونکو برېښنا ټکنۍ نه شي.

د ښاغلي عمر په وینا، موږ ثابته کچه برېښنا لرو، خو په ټوله کې مو د برېښنا وېش غځولی دی، چې دې سره د برېښنا تقاضا زیاته شوې او دې تقاضا ته د ځواب ویلو لپاره مو د برېښنا تولید او لېږد پر پروژو کار کړی دی.

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ویلي، د برېښنا تولید سرچنېو پراختیايي پروژو باندې دا مهال کار روان دی، چې بشپړېدل یې وخت ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې، په هېواد کې د برېښنا شبکه له اول څخه غیرې معیاري او ضعیفه جوړه شوې ده، چې نشي کولی د برېښنا اوسنۍ تقاضا پوره کړي.

ډاکټر عبدالباري عمر ویلي، موږ داسې پلان درلود چې تر راتلونکي کال پورې مو باید ۱۴ ولایتونو ته بشپړه برېښنا ورکړې وه، خو له بده مرغه د نوي برېښنا لېږد مزي پروژې کې تخنیکي ستونزه رامنځته او یو بدلون ته اړتیا پېښه شوه.

دغه‌راز ښاغلي عمر زیاته کړې، موږ لږ‌تر‌‌لږه لسو کلونو ته اړتیا لرو، چې تر ۲۰زرو مېګاواټه کورنۍ برېښنا تولید کړو او پېرودونکو ته یې ووېشو.

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ویلي، د برېښنا تولید سرچنېو پراختیايي پروژو باندې دا مهال کار روان دی، چې بشپړیدل یې وخت ته اړتیا لري.

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ویلي، چې د اوبو برېښنا کورنیو تولیدي سرچېنو کې د وچکالۍ له امله د اوبو کچه راکمه شوې ده، چې له امله یې د برېښنا تولید هم په کم ډول راکم شوی دی.

نوموړي زیاته کړې،  د صنعتي او ښاري برخې غوړېدا، هېواد بندونو کې د اوبو کمښت او کمې برېښنا توليد، د برېښنا لېږد مزو او سيستمونو کم ظرفيت، د برېښنا سپما کې نه‌پاملرنه د برېښنا انرژۍ په وروستيو پارچاويو کې اساسي رول لري.

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرایيوي ریيس ډاکټر عبدالباري عمر ویلي، کابل، ننګرهار، بلخ، لوګر، لغمان، هرات، خوست، بغلان او جوزجان ولايتونو بېلابېلو برخو کې عملا د ۷۱۹،۲ ميليونه ډالرو په ارزښت د نږدې ۱۲۰۰ مېګاواټه برېښنا انرژۍ توليد پروژې تر کار لاندې دي.