د کورنیو چارو وزارت د امنیتي ځواکونو د تجهیز او پیاوړتیا په لړ کې په کابل کې زرګونه نوي موټرسایکلونه او یو شمېر چټک وسایط پولیسو ته وسپارل.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، ۲۰۰۰ عرادې موټرسایکلونه امنيتي پولیسو، ۱۰۰ عرادې د کابل امنیه قوماندانۍ پولیسو، ۵۰ عرادې اطفائیې او ۱۵۰ عرادې ترافیکو پولیسو ته وېشل شوي دي.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري، د وزارت مقام د دفتر لوی رئیس مولوي زینالله عابر، اداري مرستیال مولوي رحمتالله نجیب، د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال شیخ عبدالرحمن منیر، د تأمیناتي چارو مرستیال وزیر حقاني او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و.
مسوولینو ویلي، چې له دې وروسته به د پولیسو د هر ارګان وسایط ځانګړی او مشخص رنګ ولري او د همدې تګلارې له مخې به پخواني وسایط هم په ټاکلو رنګونو رنګ شي، ترڅو د پولیسو بېلابېل ارګانونه په اسانه وپېژندل شي.
ویناوالو د امنیتي ځواکونو پر معیاري تجهیز ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د دغو موټرسایکلونو او چټکو وسایطو وېش به د امنیتي او خدماتي چارو د چټکتیا، د ښاریانو ستونزو ته د پر وخت رسېدنې او د پولیسو د کاري وړتیا په لوړولو کې مهم رول ولوبوي.

