ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې پر ۸۶ جریبه ځمکه نړیوال کرېکټ کمپلکس جوړېږي

د افغانستان کرېکت بورډ وايي، د  کابل ښار د ۱۶مې ناحیې په الوخېلو سیمه کې، د کابل نړیوال کرېکټ کمپلکس پروژې رغنیزې چارې په رسمي ډول پیل شوې.

د افغانستان کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دغه ستر ورزشي کمپلکس په ۸۶ جریبه ځمکه کې جوړېږي، چې د څه باندې ۴۰ زره نندارچیانو د ځایولو ظرفیت به ولري.

یادې ادارې زیاته کړې، په دغه کمپلکس کې، یو عمومي او دوه فرعي لوبغالي، ستر مېلمستون، لوی جومات، رویال باکس، د لوبغاړو د اړتیا وړ خونې، د شپنیو سیالیو لپاره د څراغونو او رڼا مجهز سیستم، د رسنیو او مبصرینو لپاره به عصري خونې او نورې اړوند اسانتیاوې شاملې دي.

دغه‌راز په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ریاست‌الوزرا د مقام د دفتر عمومي رییس ډاکټر ملا عبدالواسع ویلي، اسلامي امارت د ورزش برخې ته ځانګړې پاملرنه لري او هڅه کوي د ورزشي زیربناوو د پراختیا لپاره لا ډېر اقدامات وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د کرېکټ دا ستره پروژه به د افغان لوبغاړو د ودې او د هېواد د ورزشي پرمختګ لپاره مهم رول ولوبوي.

ورته مهال د افغانستان کرېکټ بورډ مشرتابه ویلي، چې د کرېکټ د پراختیا ترڅنګ د معیاري لوبغالو جوړول هم د دوی له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

د یادونې وړ ده، چې د دې پروژې په لومړي پړاو کې به درې میدانونه، احاطوي دېوال، د شپې څراغونه او اړوند پویلینونه جوړ شي او وروسته به نورې رغنیزې چارې هم په پرله‌پسې ډول بشپړې شي.