ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

سپين بولدک ولسوالۍ کې د څه باندې ۷۵ میلیونه افغانیو په لګښت د استنادي دېوال چارې پيل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د سرپرست ملا محمد يونس اخوندزاده او مل پلاوي له لوري د کندهار ولايت د سپين بولدک ولسوالۍ په ترکزی لومړي پارټ، ترکزي دوهم پارټ، محبوب شاه او ګلان کلیو کې د ۷۵ میلیونه او ۶۲۲ زره افغانیو په لګښت د پینځه زره او ۲۰۰ مترو په اوږدوالي د استنادي دېوال چارې پيل شوې.

د پرانیست غونډې په مراسمو کې یې د سپين بولدک ولسوالۍ ولسوال، د کندهار ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا رییس، د سيمې علمای کرامو، سپين ږیرو او مخورو ګډون کړی وو.

ملا محمد يونس اخوندزاده ویلي، د قوش تپي د پروژي څخه بغیر په هېواد کې تر ۵۰ زیاتي لویي نوری پروژي هم شروع دي .

دغه استنادي دېوال به د یادې ولسوالۍ رود، خپل مسير ته واړوي او سلګونه هکټاره ځمکه به د موسمي بارانونو او سیلابونو له زيان څخه خوندي کړي.

تير کال د همدې ولسوالۍ ځمکې د سيلابونو له امله زیانمنې شوې وې او رود له خپل مسير څخه اوښتی وو، چې د سپين بولدک او کندهار لويه لاره يې د دريو ورځو لپاره بنده کړې وه.

 د یاد استنادي دېوال په جوړولو سره به د رود اوبه مهار او ياده لويه لاره به د اوبو له زیان څخه خوندي شي.