ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ایراني شرکت رییس: نږدې راتلونکي کې به په افغانستان کې د کرنیزو توکو نندارتون جوړو کړو

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاءالله عمري د ایران د سورنا سپهر پارسیان شرکت له رییس مسعود ازاد بخت سره لیدنه کړې.

د ایران د سورنا سپهر پارسیان شرکت رییس د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړې او د کرنې په سکتور کې یې د پانګونې د پلان په اړه خبرې کړي.

مسعود ازاد بخت په دې برخه کې د کرنې وزارت د همکارۍ غوښتنه کړې.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ  سرپرست وزیر ایراني سوداګرو ته د لازمو همکاریو ډاډ ورکړی او اړوندو مسولینو ته یې د اسانتیاوو د برابرولو په پار لازمې سپارښتنې کړي.

د ایران د سورنا سپهر پارسیان شرکت په ایران کې د کورنیو او بهرنیو نندارتونونو د ترسره کولو په برخه کې فعالیت کوی، چې د ياد شرکت د مشر په وینا، دوى به په نږدې راتلونکي کې په افغانستان کې د کرنيزو توکو يو نندارتون هم جوړ کړي.