غزه کې د صهیونیستي رژیم له لوري د عملیاتو له پیل څخه دا د تلفاتو تر ټولو لوړه شمېره ده، چې په یوه ورځ لس اسرائیلي سرتېري وژل کېږي.
اسرائیلي پوځ ویلي، چې لس سرتېري یې تېره ورځ غزه کې د یوه کمین په ترڅ کې وژل شوي دي.
غزه کې د اسرائیلو د ځمکنیو عملیاتو له پیل راهیسې دا نښته د اسراییلي پوځ لپاره تر ټولو زیاته مرګونې ده.
د یادولو وړ ده، چې غزه کې د اسرائیلي پوځ تلفات ۱۱۶ کسانو ته رسیدلي دي.
له بل لوري د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پيل څخه تر اوسه له ۱۸ زره زیات کسان شهیدان شوي او له ۵۰ زرو زیات ټپيان دي.
غزه تړانګه په بشپړ ډول محاصره ده او اوسېدونکي یې له سخت بشري ناورین سره مخ دي. خوراکي توکي لږ دي او دارو درمل هم مخ پر خلاصېدو دي.
د دې سیمې ۸۵ سلنه اوسېدونکي له خپلو اصلي سیمو بې ځایه شوي او له سخت بشري وضعیت سره مخ دي.

