د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کاپيسا له والي قاري احسان الله بریال سره لیدنه کړې.
قاري احسان الله بریال په یاد ولایت کې د اجتماعي، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړي او د خپلو کړنو او لاسته راړونو راپور یې د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته وړاندې کړی.
نوموړي ویلي، سیمه ییز مسولین د خلکو د امنیت د ټینګښت او د دوی د ستونزو د حلولو په موخه تل هڅې کوي او ورته د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره هېڅ راز هڅې نه درېغوي.
د کاپیسا والي همداراز د اسلامي امارت له رهبري غوښتي؛ چې په دې ولایت کې دې د کرنې پراختیا، ځوانانو ته د کارموندنې فرصتونو د رامنځته کولو او پراختیايي پروژو پلي کولو ته پاملرنه وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي د کاپیسا والي کړنې ستایلي دي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال ویلي، سیمه ییز مسولین خلکو ته د سرتاسري امنیت د تامین او هوساینې پر رامنځته کولو مسول دي او په دې برخه کې باید هیڅ راز ناغېړي ونشي.
ښاغلي حنفي زیاته کړې؛ اسلامي امارت زیاتې پراختیايي پروژې تر لاس لاندې لري، چې په پلي کولو سره به یې هېوادوالو ته د کارموندنې زمینه برابره شي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د کاپیسا والي وړاندیزونو په اړه ویلي، اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په پام کې نیولو سره دې برخې ته رسېدنه وکړي.

