د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني، د یاد وزارت مرستیالانو او استازو سره لیدنه کړې.
خلیل الرحمان حقاني د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته یې د خپلو چارو او کړنو راپور وړاندې کړی.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر ویلي؛ ټاکل شوې کمیټې د اجباري بېرته راستېدونکو کډوالو د لېږل او ځاي پر ځای کولو په برخه کې اړین خدمتونه وړاندې کوي او تل هڅه کوي د خدمتونو په برخه کې له ټولو شته امکاناتو ګټه واخلي.
ښاغلي حقاني تر درې میلیونه زیاتو افغان کډوالو بې ځایه کېدو ته په اشارې ویلي، د اسلامي امارت ټول مسولین د یاد بحران د غوره مدیریت په موخه هیڅ راز هڅې نه درېغوي.
نوموړي له ټولو سوداګرو او پانګوالو غوښتي، چې په دې برخه کې ونډه واخلي.
مولوي عبدالسلام حنفي د اجباري بېرته راستنېدونکو کډوالو په برخه کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د رهبرۍ کړنې ستایلي دي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي، اسلامي امارت کډوالو ته، چې په اجباري توګه د ټولو بین المللي نورمونو او قواعدو خلاف له پاکستان، ایران او نورو هېوادونو راویستل کېږي، له ټولو شته امکاناتو په استفادې د مناسبې زمینې برابرولو هڅې کوي او له نیکه بخته چې د دغې ستونزې د مدیریت له عهدې راوتی دی.
ښاغلي حنفي همداراز ویلي، اسلامي امارت به د اجباري بېرته راستنېدونکو لپاره له هیڅ راز لازمو خدماتو وړاندې کولو ډډه ونکړي.

