ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د روان کال لړم مياشت کې څه‌باندې ۲۲۷ میلیون ډالر صادرات شوي

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د روان کال د لړم مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي، چې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۲۲۷.۱  ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۶۸۱.۵ميليون ډالر ښودل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال په لړم مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۲۰۱.۱ میلیون ډالر ته رسید، چې د روان کال د لړم مياشتې د صادراتو د ارقامو تحليل د تېر کال د همدې مياشتې د صادراتو په پرتله ۲۶ ميليون ډالره زیاتوالی ښيي.

همدارنګه د ۱۴۰۱ کال په لړم میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۱۱۳۸.۱ میلیون ډالرو ته رسیده، چې د روان کال د لړم مياشتې کې ۴۵۶.۶ میلیون ډالره کموالی ښيي.

د ۱۴۰۲ کال په لړم مياشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او چین هېوادونو ته شوي او د ۱۴۰۱ کال په همدې مياشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او  عربي متحده اماراتو  ته وو.

همدا ډول د ۱۴۰۱ کال په لړم مياشت کې ترټولو زيات واردات له پاکستان، ایران او چین هېوادونو څخه وو او د روان کال په لړم مياشت کې تر ټولو ډېر واردات له پاکستان، ایران او متحده عربي اماراتو  څخه ترسره شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات شامل دي او په وارداتو کې ټول محصولي او غير محصولي واردات حساب شوي دي.