د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري په کابل نړیوال هوايي ډګر کې یو شمېر پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د پرانستې په مراسمو کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال سربېره د ترانسپورټ او هوايي چلند سرپرست وزیر ملا حمیدالله اخوند زاده، د کابل نړیوال هوايي ډګر مسولینو، د خصوصي سکټور استازو او یو شمېر ملي سوداګرو او پانګوالو شتون درلود.
ملا عبدالغني برادر جوړو شوو مراسمو ته د خپلو خبرو پر مهال ویلي؛ د تېرو ۴۰ کلونو پر مهال د جګړو او ناخوالو له امله د نورو برخو ترڅنګ د هېواد زېربناوو ته هم ډېر زیان رسېدلی، چې له امله یې اقتصاد هم زیانمن شوی دی.
اسلامي امارت د نورو برخو ترڅنګ د زېربناوو رغولو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده، چې په مختلفو برخو کې د امارتي ادارو فعالیتونه یې ښې بېلګې دي.
نوموړي زیاته کړې؛ دا د ټولو افغانانو او په ځانګړي ډول د ملي سوداګرو او پانګوالو مسولیت دی، چې د خپل وس اړوند د هېواد په بیارغونه کې برخه واخلي او په هغو برخو کې د پانګونې له فرصتونو استفاده وکړي، چې هغه د افغانانو لومړیتوب دي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ویلي؛ د یو هېواد د پرمختګ لپاره امنیت تر ټولو مهم شرط دی، چې اوسمهال په افغانستان کې سرتاسري امنیت ټینګ شوی او په مختلفو برخو کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه برابر شوي.
ښاغلي برادر په بهر کې پر مېشتو افغان پانګوالو غږ کړی، چې خپل هېواد ته راستانه شي او دلته له خپل ولس سره یوځای د هېواد په ابادۍ او بیارغونه کې په ګډه کار وکړي.
نوموړي د اسلامي امارت له لوري ټولو پانګوالو، ملي سوداګرو او صنعتکارانو ته د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی او پر ټولو امارتي ادارو یې غږ کړی، چې د ملي سوداګرو او پانګوالو بدني او رواني امنیت ته پاملرنه وکړي او ستونزې یې پر وخت حل کړي.
په کابل نړیوال هوايي ډګر کې د لسګونو میلیونو افغانیو په ارزښت د خصوصي سکټور له لوري یو شمېر متوسطې او کوچنۍ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

